
مركه :
راڅئ دا خبره ومنو چې په افغانستان كې د ګوتو په شمير څو لنډ مهالې خپرونې چې د ماشومانو لپاره به چاپيدلې او يا چاپيږي مطالب يې د ماشومانو د پوهې د سطحې نه ډير لوړ دي .
زما په خپل ماشومتوب كې د كمكيانو انيس مجلې كيسۍ ځكه خوښيدې چې تر نورو مطالبو جلا وې ، يو خو ژبه يې ډيره ساده او زما د پوهاوي وړ وه او بله دا چې يوه سالمه تفريح هم وه چې د خويندو ، ورڼو ، دوستانو او ټولګيوالو په مرسته به مو د جايزې د ګټلو په موخه ځواب ورته پيدا كاوه .
خو خداى شته چې د سمو ځوابونو سره ، سره نه ما جايزه وګټله او نه به يې زما زوى گټي ، ځكه دى به هم زما په شان په همدغه ژبه ليكل كوي .
خير بيا هم خداى مهربانه دى ، زړه مې ډير غواړي چې د ماشومانو لپاره كيسۍ وليكم ، خو آيا دا اجازه زه لرم او كه نه ، او كه لرم يې د ليكلو چلونه يې كوم دي ؟
دا پوښتنې به له ځوان ليكوال ، شاعر او كره كتونكي عبدالغفور ليوال مخې ته كيږدو .
پوښتنه : ليوال صيب ، په پښتو ژبه كې شته كيسۍ سره له دې چې كافي نه دي تكراري هم دي ، ستاسې په نظر د هغو ليكوالو لپاره چې ماشومانو ته ليكنې كوي د كيسيو ليكل خو څه نا شونى كار نه دى ؟
ځواب : كيسۍ اصلاً د فلكلور جز دى ، ولس يې رامنځته كوي او ليكل كيږي نه ، دا داسې دي لكه ، لكه مثلاً لنډۍ يا لكه متلونه ، البته زما دا خبره په دې مانا نه ده چې مونږ دې د نويو كيسيو رامنځته كول منع وگڼو ، داسې نه ده ، نوې كيسۍ د معما ګانو په څير مونږ كولى شو اول معرفي كړو او بيا ورسته كه ولس ومنلې په كيسيو بدليږي .
ځكه چې مثلاً مونږ وايو ، يوشى دى كلم شى د ورځې ګرځي ، ګرځي ، دشپې چې
راشي خوله يې وازه پاتې كيږي ، دا يوه بيلګه ومنئ او يا ، هغه څه شى دى چې ټوله دنيا كې ګرځي چې راشي د يوې روپۍ ځاۍ نيسي ، مثلاً بوټ يا لكړه د دې دواړو ځوابونه دي .
دا كه تاسې ننګرهار ته ولاړ شئ هم خلكو ته آشنا ده ، كه خوست ته ولاړشئ هم او كه قندهار ته ولاړ شئ هم ، دا د ټولو پښتنو لپاره يوه آشنا كيسۍ ده .
حتا ځينې كيسۍ داسې دې چې په بيلابيلو قومونو كې يې خلك پيژني ، د ژباړې وړ وي ، په يوه معدني حوزه كې سره مطرح وي ، نو له دې نه دا معلوميږي چې دا د ولس مال وي ، ولس ته يو وخت نا معلومو كسانو ورمعرفي كړې وي او ولس هغه خپله كړې وي .
كه يو څوك اوس نوې كيسۍ ايجادوي ، او هغه ولس ته معرفي كوي ، كه ولس ومنلې ، البته د دې كار لپاره هم وخت ته اړتيا شته او هم د يوې منظمې پروسې په نتيجه كې د داسې ( فيډبك ) يا عكس العمل اخيستلو ته هم ضرورت شته چې مونږ پو شو چې دا كيسۍ ولس ومنله او كه نه .
او دغه شان ماشومانو لپاره د پيژندلو وړ ده او كه نه ؟
مونږ لا تر اوسه دې ته ضرورت لرو چې موجودې كيسۍ راټولې كړو ، تر دې چې
نوې كيسۍ معرفي كړو ، كه نوې كيسۍ معرفي كوو ، هغه لكه متقاطع جدولونه لكه معما
ګانې هغه به نوې معرفي كوو او دې ته به منتظر پاتې كيږو چې هغه د ولس په منځ كې عموميت پيدا كړې .
اما مونږ تر دې آسانه او لا اغيزمن كار دا كولى شو چې ټولې موجودې كيسۍ راغونډې كړو ، آيا تاسې په پښتنو كې داسې اكاډيمي ، داسې مرجع ، داسې كس لا تر اوسه ليدلى چې د فلكور د يوې برخې په حيث پسې ګرځيدلى وي او ټولې كيسۍ يې راټولې كړې وي ؟
له بده مرغه دا كار نه دى شوى او كه دا كار شوى هم وي دلته او هلته ډير ناقص كم او نيمګړى دى .
پوښتنه : فرض كړئ كه وغواړو چې كيسۍ وليكو كوم ټكي بايد په پام كې ونيسو ؟
كيسۍ بايد لڼډه ، موزونه او په ساده ژبه وليكل شي ، د كيسيو د ايجاد منطق په دې كې دې چې زموږذهن پياوړى كړي ، د ماشوم د ذهن له ودې سره مرسته وكړي ، او هغه له نويو نرمونو له نويو اصطلاحاتو له نويو پديدو او نويو اشكالو سره اشنا كړي ، د دې لپاره كيسۍ بايد ډير مغلقه نه وي ، او ځواب يې د يو ماشوم لپاره تر ډيره حده د موندلو وړ وي .مونږ د كيسيو د ليكلو پر وخت هغه اوله پروسه په نظر كې نه نيسو ، يعنې هغه چې مونږ يو وار اوريدلې بيرته يې را په يادوو ، مونږ دغه دوهمه پروسه په نظر كې نيسو ، ماشوم هيځ نه ده اوريدلې ، ماشوم ورسره آشنا نه دى په ځواب يې نه پوهيږي او د تعقل په مرسته يې مومي ، نو د كيسيو د آسانوالي او سختوالي معيار بايد د هغه دوهم وي نه هغه اول ، نو د دې لپاره معيار دا دى چې ډيره مغلقه هم نه وي او بل معيار دا دى چې له رواني پلوه كله چې ماشوم د هغه حل ته رسيږي خوند وركړي .
يعنې د لذت احساس وكړي ، ځكه مونږ غواړو په رواني لحاظ ماشوم ونازوو ، او تر يو حده طنزهم په كې پروت وي ، وګوره:
ماشوم كله چې وايي ، څلوريې پښې دي ، ډيرې يې كولمې دي ، ماشوم د حيوان په باره كې فكر كوي ، د يو ځناور په باره كې ، چې دا په څه شى وي چې څلور يې پښې دي ډ يرې يې كولمې دي ، ها ها ......... بلاخره چې كله كټ ته رسيږي ماشوم ته خندا ورځي چې دا خو څلوربول نه و دا خو يو جامد كټ و ، نو په دې كې يو خوږ طنز هم
پروت دى . او مانا هم لري نو د دې له پاره د كيسيو د ليكلو ځانګړنې دغه دي چې بايد پام ورته وشي .
او كه وچ ، بې خونده ، اوږد ، غير موزون او مغلق وي ماشوم هيخ وخت په هغې باندې فكر نه كوي .
نو د كيسيو د ليكلو په وخت كې زمونږ د بيا رايادولو پروسه بايد په نظر كې و نه نيول شي بلكه د موندلو پروسه بايد په نظر كې ونيول شي .
پوښتنه : تر دې دمه چې په پښتو ژبه كې كومې كيسۍ جوړې شوي او يا هم ليكل شوي د بيلابيلو سيميزو لهجو اغيز په كې ليدل كيږي ، چې ښايي له همدې وجې يوه كيسۍ په څو مختلفو سيمو كې دود او مشهوره نشي ، څه فكر كوئ په معياري لهجه يې ليكل غوره او بهتره نه دي ؟
ځواب : دې ته خپل لاسې يا مصنوعي جوړښت وايي ، مونږ په فلكلور كې دا لرو ، معيار ژبه ډيره ښه ده خو د جذب لپاره يې وخت ته ضرورت دى ، مثلاً : تاسې په ميعار كې ځمكه لرئ اما ډير پښتانه دې ته مځكه وايي ، دغه لهجوي تفاوت په كيسيو كې دوه
شكله لري ، كه كيسيز وي كه د كلماتو د لهجوي تفاوت اصل د حروفو د مخارجو بيلوالى وي ، دفعتاً كلمات په محلي لهجه باندې بدليږي ، دمعيار له لهجې نه ځمكه مځكه كيږي ، اما په كيسۍ كې تفاوت نه راځي ، خو كه د لغتونو تفاوت وي ، يعنې د كلمو تفاوت ، مثلاً : تاسې بدنۍ واياست په بله لهجه كې هغه كوزړۍ ده ، هغه هيڅ دا بدنۍ نه پيژني ، يو بل سړى بيا كوزړۍ نه پيژني ، كه د كلماتو بدلون وي نو بيا دلته هم په وزن كې بدلون راځي او هم د كيسيو په ژبه كې .
مونږ بايد په دې برخه كې تعادل په نظر كې ونيسو ، هر هغه ليكوال چې غواړي كيسۍ ايجاد كړي باید ساده به وکاروي ، کله چې مونږ وايو اسانه ژبه يعنې په دې مانا چې داسې لغات په كې وي چې ټولو پښتنو ته د پوهاوي وړ وي .
ډير زيات مغلق نوم نه وي په كې ، يا ډير زيات لهجوي نوم نه وي په كې ، چې صرف د يو كلي خلك پې پوه شي .
مثلاً : كه مونږ وايو برج ګى كيداى شي دا په يو كلي كې د يو خاص ځاى نوم وي ، دا بيا په كيسۍ كې راوستل نا سم كار دى ځكه دا داسې خاص نوم دى چې فقط همغه د كلي خلك پرې پو هيږي . نورو ځايونو كې بيا خلك نه پرې پوهيږي ځكه هغه يې نه دى لمس كړى ، مګر كه مونږ وايو چې كړۍ كړۍ مار دى ، دا مار زما پكار دى دلته كه د لرې لهجې يو ويونكى ماشوم له كړۍ سره مشكل ولري دا بيا ډير عيب نه دى ، ځكه دا د لومړي ځل لپاره يو نوې كلمه اوري او زده كوي يې ، دا ډير د خير كار دى او دا ډ ير خاص نوم هم نه دى ، نو د دې لپاره زه فكر كوم چې د ژبې معياري توب بايد تر هغه حده په نظر كې ونيول شي چې د پوهاوي اصل ته مشكل پيخ نه كړي .
پوښتنه : كيسې او شعرونه د ماشومانو د عمر په تناسب په څو برخو ويشل كيږي ، آيا كيسۍ هم دا ډول دي او كه نه كيسۍ د مخصوص عمر ماشومانو لپاره دي ، كه د مخصوص عمر لپاره وي نو دا د ماشومتوب كومه دوره ده ؟
ځواب : اول خو كيسۍ يواځې د ماشومانو لپاره نه دي ، كيسۍ د بوختيا او سرګرمۍ لپاره هم لويانوته ويل كيږي او هم ماشومانو ته ، عمر په كې شرط نه دى خو يو شمير كيسۍ
ډيرې مخلقې دي چې هغه بيا د ماشومانو لپاره دي نه ، هغه نو معماګانې دي ، ولسي معماګانې ، له بلې خوا نه يواځې يو شمير كيسۍ د چې د هغوى ځواب موندل آسانه دي ، لنډې دي او ماشومانو ته د پوهاوي وړ دي ، هغه بيا مونږ كولاى شو داسې ويش وكړو چې دا د ماشومانو لپاره ښې دي اما كيسۍ داسې نه دي چې يوه برخه يې له اصل نه د ماشومانو لپاره ويل شوې وي ، يا د يو خاص عمر لپاره ويل شوې وي ، ځكه چې زه بيا
هم په دې ټينګار كوم چې كيسۍ د ولس له خوا ويل شوې دي او هغوى دا فكر نه دى كړى چې دا دې د يو خاص سن لپاره وي ، اما كه مونږ يې په بيلا بيلو څانگو ويشو دا بيا په نظر كې نيولى شو چې د دې ژبه اسانه ، ماشوم پرې ژر پوهيدلى شي ، دا به د ماشومانو لپاره بيلې كړو ، مثلاً : مونږ لرو سل زره كيسۍ په ولس كې د دې څخه پينځويشت زره د هغو خصوصياتو درلودونكې دي چې د پيداګوژيكو نرمونو له مخې د ماشوم لپاره پا اسانۍ سره د پوهاوي وړ دي او هغوى ځواب موندلى شي ، دغه پينځويشت زره ورڅخه رابيلوو چې د ماشومانو يا د يو خاص سن له پاره ښې دي .
كيسۍ معمولاً د شخصيت د ودې د يو خاص شعوري حد له مخې يو سن ته ټاكلى شو .
مثلاً : په دې كې بايد دا په پام كې ولرو چې د ماشوم د اطراف اشيا په هغه كې وي او هغسې اشيا نه وي په كې چې ډير ذهني وجود لري او ماشومان يې نه شي پيدا كولى ، مونږ بايد ډير عيني شيان ولرو ، كه وايو چې : څلور يې پښې دي بې شماره يې كولمې دي ، دغه كولمې تر يو حده د ماشوم لپاره ذهني شى دى ، ځكه چې د شپږو ، پينځو او څلورو كلنو ماشوم كولمې نه پيژني هغه په نپوهيږي چې په نس كې څه ډول كولمې وي ، سره له دې چې كولمې عيني موجوديت لري اما د هغه لپاره ځكه ذهني ده چې هغه ليدلي نه دي ، لمس كړې يې نه دي ، احساس كړې يې نه دي اما د يو مشر سړي لپاره دا ګرانه خبره نه ده ځكه هغه كولمې ليدلي چې كولمې څه ډول دي ،
نو د دې لپاره زه فكر كوم دا د مغلقيت ټكى يا كلمه كولمې ځكه دي چې ماشوم هغه نه دي تجربه كړي .
معمولاً هغه كيسۍ د څلور كلو نه تر لسو كلونو ماشومانو لپاره ښې دي چې د هغوى هر جز يې تجربه كړى وي حد اقل ليدلى وي ، يعنې د هغه په محيط كې موجود وي ، مثلاً مونږ وايو چې :
ستورى ، ستورى نه ماشوم لمس كړى او نه يې له نيږدې نه ليدلى دى ، خوستوری په آسمان كې هغه مفعول دى چې ماشوم يې د يو ځلنده سپين ټكي په توګه پيژني .
كه ته د ستوري هغه شكل ماشوم ته معرفي كړې چې دا د ځمكې په شان يوه لويه كره ده ، ګرده ده او دا د يوبل ستوري نه رڼا اخلي او دا په آسمان كې موجوده ده ، دا د ماشوم لپاره د منلو وړ نه ده ، ځكه ماشوم د ځمكې كره لا تر اوسه نه ده تجربه كړې ، او نه يې د نظام شمس منطق ويلى ، ماشوم ته ستورى یواڅې همغومره دى چې ما او تا يې په اول ديد كې وينو ، نو د دې لپاره بايد د دغه ستوري موجوديت په كيسۍ كې تر همغه حده پورې وي چې ماشوم يې تجربه كولى شي .
نه د نظام شمس يا نظام كاينات د منطق له مخې هغه غټ ستورى ، نو د همدې لپاره كيدى شي په ميليونونو ستوري د يو ماشوم لپاره په يو غلبيل كې ځاى شي .
نو په كيسۍ كې دې ستورى د ماشوم لپاره همغه ستورى واوسي چې ماشوم يې مني .
، مونږ د ماشوم لپاره مستقيمه او غير مستقيمه پيژندګلوي لرو، د ماشوم د معرفت پروسه چې ده مستقيمه ده د ماشوم شعور مستيقمه اخيسته كوي ، يعنې د منطق انحنا نه طى كوي ، وګورئ مونږ وايو چې سپوږمۍ ، سپوږمۍ د ماشوم لباره د يوې وړې زيړې سكې په اندازه آسماني جسم دى ، دا مشران دي چې بيا دغه د منطق انحنا طى كوي او وايي چې نه دا ډيره لويه كره ده د لمر څخه رڼا اخلي او چون ډيره لرې ده مونږ ته وړه ښكاري .
د ماشوم لباره ډیرې بیچلې کیسۍ د ذهني سرګردانۍ باعث ګرڅي